send link to app

iQuran Pashto app for iPhone and iPad


4.2 ( 7952 ratings )
Education Book
Developer: Ahmad samim Es-haqzai
Free
Current version: 1.0, last update: 7 years ago
First release : 30 Jun 2016
App size: 42.72 Mb

قرآنکريم پښتو ټلفوني سافټوېر چي زموږ مسلمانانو د سپېڅلي الهي کتاب قرآنکريم د پښتو ژباړي لپاره جوړ سوی دی، د فضلي کورنۍ له خوا درنو هيوادوالو ته وړاندي کيږي.
نوموړی سافټوېر د لاندي برخو درلودونکی دئ؛
د قرآنکريم عربي نسخه: د قرآنکريم عربي نسخه د تنزيل اسلامي ويب سايټ څخه رااخستل سوې ده. ددې نسخې د لا ښه لوستلو لپاره څلور ليک بڼي په نوموړي اپليکېشن کي سته.
پښتو ژباړه: د قرآنکريم پښتو ژباړه د هيواد د سترعالم قيام الدين کشاف ده.
د قرآنکريم تلاوت: همدارنګه د هيواد د روند قاري برکت الله سليم صاحب په ږغ کي د قرآنکريم تلاوت؛ او پښتو ترجمه يې د ښاغلي عمر خطاب په ږغ کي موجوده ده.
تصديق ليک: د دغه سافټوېر ډاټا چي ښاغلي محمد قسيم برهان جوړه کړې ده، کره کتنه او د خپرولو اجازه يې په کندهار کي د حماديه اسلامي مدرسې د تأليف او ترجمې د څانګي څخه د تصديق لیک په ډول اخستې ده.
مرسته او وړانديز: د دغه اپليکېشن په جوړولو کي د ډېر احتياط او دقت څخه کار اخستل سوی دی. که چيري تاسو د قرآنکريم په عربي يا د ژباړي په برخه کي کومه سهوه يا نيمګړتيا ومومئ، نو د مهربانۍ لمخي زموږ سره يې د برېښناليک يا فېسبوک له لاري شريکه کړئ او د نوموړي نيمګړتيا په سمونه کي راسره مرسته وکړئ. همدا رنګه ددغه سافټوير په لا ښه جوړونه کي زموږ سره خپل وړانديزونه او نظرونه شريک کړئ. موږ هيله مند يو چي دا سافټوير به ستاسو د خوښۍ وړ وګرځي.
مننه: د دغه سافټوېر د جوړولو لپاره مواد (ډاټابېس) ښاغلي محمد قسيم برهان راکړي، الله(ج) دي اجر ورکړي. همداراز د نوموړي اپليکېشن اکثره کمپيوټري چاري مي ورور ښاغلي احمد نديم فضلي سرته رسولي، چي زما وياړ دی.
EM@IL: [email protected]
Facebook: fazliapps or Fb.com/Samimyem
په درنښت
احمد صميم فضلي

Usually iQuran Pashto iOS app used & searched for

iquran lite, iquran hd, and other. So, download free iQuran Pashto .ipa to run this nice iOS application on iPhone and iPad.